انصار: (د لړم۳۰مه) د شمالي اروپا دوه هیوادونه، سویډن او فنلنډ، چې له څو لسیزو نظامي بېطرفۍ وروسته، پر اوکراین د روسیې له برید سره هممهاله له دې ډاره چې روسیه به پرې حمله وکړي، له ناټو سره یوځای شول.
د سویډن حکومت په یوه کتابچه کې، چې د دوشنبې له ورځې څخه یې خپلو ۵.۲ میلیون اتباعو ته وېش پیل کړي، هغوی هڅوي چې د دې احتمالي وضعیت لپاره ځانونه چمتو کړي.
په ورته وخت کې، د فنلنډ حکومت یوه ویبپاڼه پرانیستې چې د خپلو اتباعو لپاره ورته امنیتي سپارښتنې وړاندې کوي څو د روسیې د احتمالي برید پر مهال تیار اوسي.
سټاکهولم د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې نېټې راهیسې، چې د اوکراین جګړه پیل شوه، خپل خلک پر له پسې هڅولي چې روسیې ته د جغرافیایي نژدېوالي له امله، د جګړې د امکان په وړاندې ذهني او لوژیستیکي چمتووالی ولري.
دغه کتابچه چې سرلیک یې دی:"که بحران یا جګړه وشوه" د سویډن د ملکي بېړنیو چارو ادارې له خوا خپره شوې، د جګړې، طبیعي پېښو، یا سایبري بریدونو په څېر د بحرانونو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کوي. له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې دا نسخه پنځه ځله تازه او وېشل شوې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34456